IQNA

په ایران کې په اوسنیو شرائطو کې د قرآڼ د حافظانو د رول  په باب ویډیوئي کنفرانس

12:17 - April 15, 2026
د خبر لمبر: 3492668
ایکنا-  د ایران د اسلامی جمهوریت په اوسنیو شرائطو کې  د قرآن کریم د حافظانو د دندو او رول  د ارونې په عنوان سره نن مازدیګر ناوخته یوه خصوصی او انټرنیټي کنفرانس ترسره کیږي.

ایکنانیوز راپور راکوي،د ایران په په اوسنیو شرائطو کې د قرآن کریم د حافظانو د دندو او رول  د ارزونې په عنوان سره یو تخصصي او انټرنیټي سمینار ترسره کیږي.

په دغه کنفرانس کې  چې  د قرآڼ کریم د حفظ د سټراټژيکې کمیټې  په همت سره منظم شوی د دارالقرآن الکریم ادارې د مشر حجةالاسلام علی تقي زاده  او د  د قران کریم د حفظ د سټراټژيکې کمیټې منشي محمد مهدی بحرالعلوم خپل نظرونه وړاندې کوي . همداراز  په دغه ویډیوئي کنفرانس کې به  له درست  هیواده  یوشمیر قرآنی حافظان هم شتون ولري.

 دغه  کنفرانس نن مازدیګر ناوخته  ترسره کیږي، او  د قرآن کریم له عامو حافظانو او د قرآنی بحثونو سره مینه والو ته بلنه ورکول کیي. څو  په دغه انټرنیټي ناستې کې  په انټرنیټي بڼه شرکت وکړي.

ټول ګروهمن کسان  د دغه  https://www.skyroom.online/ch/saman2/3693-40611-daneh.ir  لینک له لارې سسټم ته داخلیدلی شی او  د ؛میمهان؛ په برخې په ټاکلو سره  په کنفرانس کې ګډون کولی شي.  صفحې ته له واریدیدا وروسته  ګډون کونکی باید  د میهمان  له برخې  په غونډې کې ګډون وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4346382

captcha